کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د مشرتابه له امر وروسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نشه يی توکو د کروندو د اړولو او دغه راز د نشه يي توکو سره د مبارزې د پیل خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې پر اساس دغه وزارت ویلي د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پولیسو په یو لړ عملیاتو کې ۲۰۰۰ کیلوګرامه خام چرس چې په سلو بوجیو کې ځای پر ځای شوی له دوه مازدا موټرو او یوه تراکتور څخه کشف او تر لاسه کړل.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې د دغه پېښې په تړاو ۷ تنه نیول شوي، چې د لا زیاتو پلټونو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د پیغام پای/
Your Comment